یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامنیتي چارواکي وایي،بهسود ولسوالۍ کي د ځایي غیر مسول قوماندان عبدالغني عليپور...

امنیتي چارواکي وایي،بهسود ولسوالۍ کي د ځایي غیر مسول قوماندان عبدالغني عليپور قرارګاه نیولې ده

ویب ډیسک
د ۲۰۳م تندر قول اردو د پنځمې پلې لوا د رسنیو دفتر وايي چي د علیپور قرارګاه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو په نتیجه کي نیول سوې ده.
دغو ځواکونو تېره ورځ د بهسودو ولسوالۍ په حصه اول کي په همدې هدف ځانګړي عملیات پیل کړي وو.
په اعلامیه کي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل سوي .

قوماندان علیپور شااوخوا درې اونۍ دمخه منلې وه چي د ده وسله والو د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کي له امنیتي ځواکونو سره د جګړې پرمهال د ملي اردو یوه څرخي الوتکه ویشتلې ده.

په هغه پېښه کي د څلورو پیلوټانو په ګډون ۹ تنه امنیتي منسوبین ووژل سول.
دې پېښې پراخ غبرګونونه را وپارول چې له کبله یې امنیتي ځواکونو په سیمه کي د علیپور د نیولو عملیات پیل کړل، خو دوی وایي، په خپله علیپور له هغې سیمي وتلی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه