ویب ډیسک
افغان امنیتي سرتېري وایي، د میدان ورګ په بهسود ولسوالۍ کي ئې د تلاشۍ پر مهال د سپاه پاسداران ښځینه کارکوونکي نیولي دي.
په بهسود کي د څو ورځو راهیسي د علیپور د نیولو او د هغه د وسله والي ډلي فاطمون په وړاندي عملیاتونه پیل سوي دي.
دا عملیات وروسته تر هغه پیل سوه چي، د علیپور کسانو د افغان سرتېرو یوه الوتکه وویشتله، څلور پیلوټان او پنځه کمانډویان ئې ووژله.
د علیپور تر شا ارګ کي سرور دانش او محقق د ایران په ملاتړ ولاړ دي.
موده مخکي محقق ایران کي د یوې غونډي پر مهال ویلي و چي، دوی د ایران په ننګه هزاره ګان سوریې ته د جګړې له پاره استولي دي.
تر دې موضوع وروسته ارګ په امنیتي غونډو کي د محقق پر ګډون بندیز ولګاوه، ځو څو ورځي مخکي ارګ یو ځل بیا هغه ته په امنیتي غونډو کي ځانګړی ځای او مسؤلیت ورکړی دی.
بهسود کي ایرانۍ جاسوساني نیول سوي
اړه لرونکي ليکني


