ویب ډیسک
په خټه کې د یوې سترې بار وړونکې بېړۍ د بندېدو له امله د سویز کانال بند شوی دی.د دغې سترې بيړۍ اداره کوونکو غوښتل د اوبو مینځ کې د بیړۍ مخ تاو کړي چې په خټه کې نښتې او له امله یې د سویز کانال بند شوی دی.
ددې پېښې له امله سلګونه بېړۍ، چې غوښتل یې له دې کانال څخه واوړي په اوبو کې انتظار دي او له خټې څخه ددې بېړۍ د اېستلو لپاره هڅې پیل شوې دي.
دغه پېښه د سه شنبه په ورځ رامنځ ته شوې خو چارواکي وایي چې له خټې څخه ددې بېړۍ اېستل اسان کار نه دی او ښايي څو اونۍ وخت واخلي.
دغه کانال د مدیترانې سیند له سرو اوبو سره نښلوي او د اسیا او اروپا ترمنځ لنډه لار بلل کیږي.
سویز کانال مصر کې دی او اوږدوالی یې ۱۹۳ کیلومتره دی.
رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ددې بېړۍ د بندېدو له امله د تیلو ډېرې بار کښتۍ ولاړې دي او ښايي په نړیواله کچه د تیلو قیمت باندې هم تاثیر وکړي.


