ویب ډیسک
د امريکا ولسمشر جوبايډن وايي, سخته ده چې د روان کال تر مې د له افغانستان څخه امريکايي ځواکونه ووځي.
د امريکا وسمشر جوبايډن څو شېبې وړاندې په يو خبري کنفرانس کې وويل” سخته ده چې امريکايي پوځيان دې له افغانستان څخه د مې تر لومړۍ نيټې ووځي مګر مونږ هلته د زيات وخت لپاره نه پاتې کيږو.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا او طالبانو تر منځ ددوحې د هوکړې په اساس بايد ټول بهرني سرتيري د روان کال تر مې افغانستان څخه ووځي.


