د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر اندرابي ويلي، اسلامآباد له افغانستان او نورو ګاونډيو هېوادونو سره د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ پر لارې باور لري.
هغه د پاکستاني او افغان چارواکو ترمنځ په استانبول کې د احتمالي ليدنې په اړه د رسنيو د راپورونو په غبرګون کې وويل، تر اوسه د داسې کوم پرمختګ په اړه معلومات نه لري. خو نوموړي ټينګار وکړ چې پاکستان تل له ګاونډيو هېوادونو سره د خبرو او ډيپلوماسۍ ملاتړ کړی دی.
د هغه په وينا، پاکستان او افغانستان ورور هېوادونه دي او دواړه د ګډ تاريخ، کلتور، ژبې او ټولنيزو اړيکو له امله له يو بل سره ژورې اړیکې لري. نوموړي زياته کړه چې له همدې امله د افغانستان سره د خبرو او ډيپلوماسۍ د بهير پر مخ وړلو کې هېڅ خنډ نه شته.
طاهر اندرابي وويل، پاکستان تر دې وروستيو پورې همدغې تګلارې ته ژمن و، خو د افغانستان له خاورې د ترسره شويو بريدونو او هغو اندېښنو له امله چې ګواکې د افغان ادارې ځينې کسان ورسره تړاو لري، اسلامآباد سخت دريځ خپل کړ او ځينې اقدامات يې ترسره کړل.
هغه زياته کړه چې د پاکستان دريځ نه دی بدل شوی او هېواد يې لا هم غواړي ستونزې د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ له لارې هوارې شي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، اسلامآباد دا نه شي منلی چې د افغانستان په خاوره کې مېشتې ډلې يا هغه کسان چې د ځينو افغان عناصرو په مرسته فعاليت کوي، د پاکستاني وګړو او امنيتي ځواکونو د سرتېرو د مرګ ژوبلې لامل شي.
نوموړي همدارنګه وويل، پاکستان له افغان چارواکو څخه تل غوښتي چې روښانه او د باور وړ ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد د ترهګريزو فعاليتونو لپاره نه کارول کېږي.


