دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پولیسو له پاره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې...

د پولیسو له پاره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې ښوونیز لارښود مخکتنه وشوه

ویب ډیسک

د کورنیو چارو وزارت د جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري نن له غرمې مخکې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې ښوونیز لارښود مخکتنه وشوه.

د پولیسو له لوري کورنیو ستونزو ته پر وخت رسېدنه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کموالی او همدارنګه د دې ډول قضیو پر وړاندې مسلکي چلند د یاد لارښود د تالیف او مخکتنې له کلیدي موخو څخه دي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې لارښود په وسیله به پولیس وکولای شي، څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اړونده قضیو ته مسلکي او پر وخت رسېدنه وکړي.

یاد لارښود د ټولنې له بېلابېلو پوړونو سره تر سلا وروسته د دیني عالمانو او حقوق پوهانو له لوري ترتیب شوی او شونې ده څو په ولایتونو کې هم د سیمینارونو له لارې د پولیسو منسوبینو ته ورسول شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه