ویب ډیسک
کابینې د ۲۰۲۰ کال جینوا کنفرانس تعهداتو د تحقق طرزالعمل مسوده په پرنسیب کې تصویب کړه
د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه، د کابینې د غړو او والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
په پیل کې جمهوررئیس غني د هیواد د هوایي ځواک پیلوټانو او د هغو امنیتي او دفاعي ځواکونو کورنیو ته چې الوتکه یې د میدان وردک ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د تروریستي برید هدف شوه، د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګند او د دوی کورنیو ته د رسېدګۍ په موخه یې اړوند ارګانونه موظف کړل.
همداراز جمهوررئیس د بهسود ولسوالۍ خلکو ته د خدمت کولو بهیر د چټکتیا په موخه، ټولو دولتي ادارو ته د لازمو اقداماتو لارښوونه وکړه.
جمهوررئیس یو ځل بیا د کابینې غړو او افغان ولس ته د کمال خان بند د پرانیستې چې د خلکو پخوانۍ هیله او د هیواد د اوبو د مدیریت له مهمو اقتصادي پروژو څخه ده، مبارکي وویله.
په همدې ترتیب جمهوررئیس، د کمال خان بند پرانیستې په اړه د ایران اسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وستایله، ټینګار یې وکړ افغانستان د هیرمند معاعدې ته ژمن دی او د افغانستان او ایران اقتصاد د یوه بل متمم او تکمیلوونکي دي او له ګاونډیو هیوادونو سره به مو همکاري دوامداره وي.
وروسته د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست، په کمال خان بند او شاوخوا سیمو کې د ښکار د مخنیوي او کب نیولو په خاطر د چاودېدونکو توکو او ټولو نامناسبو طریقو د استعمال د مخنیوي په خاطر د فرمان ترتیبولو په موخه موظف شو. همداراز د سیاحت او ګرځندوی لپاره د کمال بند شاوخوا سیمو د ښکلا په موخه د نیالګیو اېښودو او شنو پارکونو د ایجاد لپاره اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وشوې.
په همدې ترتیب د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او ټولو اړوندو ادارو په همکارۍ د اوبېزو حوزو پر اغېزناک مدیریت د بحث لپاره د اقتصادي عالي شورا د ځانګړې غونډې پر جوړولو، موظف شول.
کابینې د افغان سولې لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي په توګه د فرانسوي ډيپلومات ژان ارنو د ټاکلو هرکلی وکړ او د ۲۰۲۰ کال جینوا کنفرانس تعهداتو د تحقق طرزالعمل مسوده او د یاد کنفرانس د تعهداتو د تحقق عمومي عمل پلان په پرنسیب کې تصویب او د جینوا کنفرانس تعهداتو د تحقق لومړی راپور تایید کړ.


