ویب ډیسک
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د کمال خان بند د پرانېستو لپاره نن سهار د نیمزور ولایت مرکز زرنج ښار ته ورسېد.
په دې سفر کې چې د جمهوري ریاست دواړو مرستیالانو، د چارو ادارې لوی رئیس، د کابینې یو شمېر غړو او نورو لوړپوړو دولتي چارواکو یې ملتیا کوله، د نیمروز په هوایي ډګر کې سیمه ییزو مسوولینو، د نیمروز ولایت قومي مشرانو او متنفذینو جمهوررئیس ته ښه راغلاست ووایه او ماشومانو د ګلونو ګېډیو په ډالۍ کولو د هغوی هرکلی وکړ.
په پیل کې جمهوررئیس غني د کمال خان بند د پرانېستو په مناسبت د جوړ شوي کرنیز نندارتون او بلوڅانو فرهنګي مراسمو لیدنه وکړه او ټولو ته یې د اوبو مدیریت ملي ورځې مبارکي وویله.
ورپسې جمهوررئیس د کمال خان بند د جوړېدو پر مهال د شهیدو شویو انجینرانو او کارکوونکو په یاد په جوړ شوي څلي د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د هغوی د قربانیو ستاینه یې وکړه.
همداراز جمهوررئیس د اباد او سوکاله افغانستان په هیله د کمال خان بند په لمنه کې نیالګې کېناوه او د ښېرازه افغانستان لپاره یې دعا وکړه.
جمهوررئیس د پردې په لرې کولو سره په رسمي ډول د کمال خان بند پرانېست او د بټنې په کېکاږلو سره په کانالونو کې ذخیره شوې اوبه جاري شوې.
جمهوررئیس همداراز د کمال خان بند په مناسبت د خاطرو په کتاب کې خپله خاطره ولیکله او بیا یې د شهید محمد موسی شفیق په نوم د دولتي مډال او نښان حکم لاسلیک کړ.
جمهوررئیس غني د دې مراسمو په پای کې، د شهید محمد موسی شفیق په نوم پوسټي ټکټ پرانېست او د اوبو مهار په برخه کې د نوموړي خدمتونه یې وستایل.


