ویب ډیسک
سپېدار ـ کابل: په مسکو کې د سولې په ناسته کې له ګډون وروسته د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی د جمعې په شپه کابل ته راستون شو.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ، چې له رهبرانو، د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې له غړو، د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي څخه تشکیل شوی وه، د افغانستان اسلامي جمهوریت په استازولۍ یې د مسکو په ناسته کې ګډون او خبرې وکړې.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس د مسکو په ناسته کې په خپلو خبرو کې په هېواد کې د تلپاتې سولې، د سولې خبرو اترو د چټکېدو، د تاوتریخوالي د کمېدو او سرتاسري اوربند غوښتونکی شو.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس همدارنګه په خپلو خبرو کې د خلکو د حقونو په ځانګړي ډول د مېرمنو د حقونو په خوندیتوب یې ټینګار وکړ.
ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي په توګه د انتصاب ژان انور د ټاکلو هرکلی وکړ.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس او د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي د ترویکا هېوادونو د پراختیا ( روسیه، چین، امریکا +پاکستان) له لورې په هېواد کې د جنګ ختمېدل لپاره یو مهم ګام یاد کړ.
ډاکټر عبدالله عبدالله او د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي د تروریزم سره په مبارزه، تیارو ته د بیرته ور ګرځېدو څخه د مخنوي، د مخدره موادو سره د مبارزې او له یو خپلواک افغانستان څخه د ملاتړ په برخه کې د ترویکا غړو هېوادونو له وروستۍ اعلامیې هرکلی وکړ.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس د مسکو د کنفرانس په څنډه کې د یو شمېر ګډونوالو هېوادونو له استازو سره هم ولیدل.
ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع او د سولې پروسې د بریالیتوب په برخه کې د مسکو د سولې کنفرانس مهم ګام یاد کړ.
د مسکو په کنفرانس کې ټولو خواوو د سولې پروسې پر چټکتیا، د لاسته راغلي فرصت څخه د تلپاتې، عادلانه او سرتاسري سولې د ټنګښت په برخه کې پر ښې ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.


