یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهيوناما :په افغانستان کې هر ډول رامنځته کيدونکې پرمختياوې پر نړيوالې ټولنې...

يوناما :په افغانستان کې هر ډول رامنځته کيدونکې پرمختياوې پر نړيوالې ټولنې اغيز کوي.

پښتو جرنل

کابل
دملګرو ملتونو ځانګړې استازې لاينز دافغانستان د وضيعت په اړه د امنيت شورا ته معلومات ورکړل

 – دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبرا لاينز نن د افغانستان د روان وضیعت په اړه د امنيت شورا ته رپوټ وړاندې کړ.

اغلې لاينز دسولې په هڅو کې دچټکتيا او د تاوتريخوالي دعاجلې دريدا پر اړتيا ټينګار وکړ او په مشخص ډول يې پر ملکيانو دهدفي بريدونو په اړه انديښنه څرګنده کړه. يوناما په روان کال کې تر دې مهاله دڅه باندې ۸۰ ملکيانو وژنه مستند کړې چې په دغه ډول بريدونو کې وژل شويدي. په دې ډله کې د رسنيو، مدني ټولنو او عدلي ادارو غړي، ديني عالمان او حکومتي چارواکي شامل دي.

ځانګړې استازې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دسياسي استازولۍ (يوناما) مشره هم ده دسولې دټول شموله بهير پر اړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل چې د سولې هر ډول تړون بايد د افغانانو دنن ورځې هيلې منعکسې کړي.

اغلې لاينز دافغانستان او سيمې د چارو لپاره د سرمنشي د شخصي استازي په توګه د ژان ارنولټ د ټاکلو هرکلی وکړ او ويې ويل چې په افغانستان کې هر ډول رامنځته کيدونکې پرمختياوې پر نړيوالې ټولنې اغيز کوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانان لاهم په پراخه کچه دغذايي مصونيت د نشتوالي په ګډون له ژور بشري ناورين څخه کړيږي. دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړې استازې له ټولو غړو هيوادونو غوښتنه وکړه چې دبشري مرستو رسولو له پلان سره په سخاوتمندانه ډول مرسته وکړي چې يوازې ۶ په سلو کې تمويل شوی.

ملګري ملتونه به له ټولو ښکيلو ډلو – دافغانستان له حکومت، طالبانو، سيمه ييزو مشرانو او نړيوالې ټولنې سره خپل کار ته دوام ورکړي – چې د‌ډيرې اړينې سولې همغږی ملاتړ رامنځته شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه