دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعادلانه او پایداره سوله د افغانستان د حکومت مقدس هدف دی

عادلانه او پایداره سوله د افغانستان د حکومت مقدس هدف دی

ویب ډیسک
کابل
د افغانستان جمهوررئیس غني د امریکا دفاع وزیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د امریکا دفاع وزیر لویډ جیمز اسټین سره په ارګ کې وکتل.

په پیل کې، د امریکا دفاع وزیر لویډ جیمز اسټین له ترورېزم سره په مبارزه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه او دواړو لوریو د تاوتریخوالي زیاتوالي په اړه اندېښنه وښوده.

همداراز، دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د افغانستان د اوسني وضعیت دایمي حللاره عادلانه او پایداره سولې ته رسېدل دي او د امریکا دفاع وزیر ټینګار وکړ چې د امریکا متحد ایالتونه په دې برخه کې د افغانستان حکومت سره همکاري کوي.

جمهوررئیس غني وویل، عادلانه او پایداره سوله د افغانستان د حکومت مقدس هدف دی او د ور رسېدو لپاره په کور دننه په ټولو کچو کې اجماع رامنځته شوې او موږ به له دې موقع او اجماع څخه بشپړه استفاده وکړو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه