ویب ډیسک
طالبان وایي کومه طرحه یې چې د امریکا له خوا ترلاسه کړې لاهم د دوی تر غور لاندې ده.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وايي، ځینو رسنیو دده په حواله ناسم خبرونه خپاره کړي.
نوموړی وايي لاهم دغه طرحه د دوی غور لاندې ده او په دې طرحه تر غور کولو وروسته به خپل دریځ اعلان کړي.