د بلوچستان عالي محکمې د هغو افغان وګړو اساسي عریضه رد کړې چې په پاکستان کې یې د طب او غاښونو زدهکړو او له فراغت وروسته مسلکي روزنې د دوام غوښتنه کړې وه.
د محکمې دوه کسیز پلاوي، چې جسټس محمد عامر نواز رانا او جسټس عبدالقیوم لهري یې مشري کوله، د ۲۰۲۶ کال د ۱۳۳۴ شمېرې اساسي عریضې د اورېدنې پر مهال ویلي چې بهرني وګړي په پاکستان کې د پاتې کېدو، زدهکړو یا مسلکي روزنې داسې دایمي حق نه لري چې د دولت له تګلارې سره په ټکر کې وي.
محکمې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا له لوري د افغان وګړو د طبي ادارو د داخلې، لېږد او اړوندو اسانتیاوو په اړه په صادر شوو لارښوونو کې له لاسوهنې ډډه کړې ده.
د محکمې په وینا، د کډوالۍ، د بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو او ملي امنیت اړوند چارې تر ډېره د اجرائیه ادارو په واک کې دي.
محکمې ټینګار کړی چې له افغان وګړو سره باید د انساني کرامت، عدالت او قانون له مخې چلند وشي، خو دا موضوع په پاکستان کې د هغوی د پاتې کېدو یا زدهکړو د دوام لپاره دایمي حق نه رامنځته کوي.
محکمې عریضه په لومړني پړاو کې رد کړې او اغېزمنو کسانو ته یې سپارښتنه کړې چې د خپلې ستونزې د حل لپاره د افغانستان له سفارت سره اړیکه ونیسي.


