د یوې ترسره شوې سروې له مخې، ۹۱ سلنه پاکستانیانو په دغه هېواد کې د کاروبار کولو بهیر ستونزمن بللی او د سوداګرۍ پر وړاندې یې د بېلابېلو خنډونو یادونه کړې ده.
په سروې کې ۴۶ سلنه ګډونوالو د مالیاتو پېچلی نظام د کاروبار له مهمو ستونزو څخه بللی، په داسې حال کې چې ۱۹ سلنه کسانو پورونو ته د لاسرسي نشتوالی د ستونزې په توګه یاد کړی دی.
همداراز، ۱۲ سلنه ګډونوالو اداري فساد، ۱۰ سلنه د برېښنا او ګازو لوړې بیې، ۷ سلنه حکومتي مقررات او ۲ سلنه سیاسي بېثباتي د کاروبار پر وړاندې د خنډونو په توګه ښودلې ده.
د سروې له مخې، ۷۶ سلنه پاکستانیانو له حکومت څخه غوښتي چې د کاروبارونو د خوندیتوب لپاره نور قوانین جوړ کړي.


