د پاکستان حکومت د کاري ورځو او سوداګریزو فعالیتونو د کمولو طرحه ارزوي

0
25

د پاکستان حکومت د تېلو د بیو د لوړېدو له امله د لګښتونو د کمولو په موخه د کاري ورځو او سوداګریزو فعالیتونو د محدودولو پر بېلابېلو وړاندیزونو غور کوي.

د سرچینو په وینا، د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ په یوه غونډه کې د «سمارټ بندیز» په نوم د یوې طرحې په ګډون ګڼ وړاندیزونه وڅېړل شول. د سرچینو په خبره، د دې طرحې په اړه وروستۍ پرېکړه نن ماښام تمه کېږي.

د وړاندیز له مخې، دولتي او خصوصي ادارې به په اوونۍ کې څلور ورځې کار کوي او د جمعې، شنبې او یکشنبې په ورځو کې به رخصتي وي. همداراز، د دولتي کارکوونکو د نوبتي کار کولو پر طرحه هم غور کېږي.

د سرچینو په وینا، د بازارونو د اوونۍ درې ورځې تړلو او د سوداګریزو فعالیتونو د کاري ساعتونو د کمولو وړاندیزونه هم تر بحث لاندې دي.

تر اوسه د دغو وړاندیزونو په اړه د پاکستان حکومت له لوري وروستۍ رسمي پرېکړه نه ده اعلان شوې.