ویب ډیسک
د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالې انجنیر زهره مطهر احمدزۍ د( افغانستان د سولې کور د مېرمنو کمېټې) له غړو سره ولیدل.
د افغانستان د سولې کور د مېرمنو کمېټې غړو د سولې په برخه کې د مېرمنو د یوالي او همغږۍ په تړاو خپلې اندېښنې او وړاندیزونه، په ځانګړي ډول د استانبول د ناستې په اړه د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالې سره شریک کړل.
د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالې د سولې په پروسه کې د مېرمنو په فعاله رول او معناداره ګډون ټینګار وکړ او وه یې ویل، چې د سولې په پروسه کې د افغان مېرمنو حقوق له پامه نه غورځول کیږي، ولې مېرمنې باید یوالې او واحده موضع ولري.


