دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهلس طالبان چې په ګڼو هدفي وژنو په ځانګړې توګه د یما...

لس طالبان چې په ګڼو هدفي وژنو په ځانګړې توګه د یما سیاووش په ترور کې یې لاس درلود، ونیول شول

پښتو جرنل

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د څو جلا ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې لس تنه طالبان چې د خبریالانو او امنیتي ځواکونو په هدفي وژنو کې یې لاس درلود، نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، چې یاد کسان په لغمان ولایت، د لوګر ولایت د بره‌کي برک ولسوالۍ، د کابل ښار د پینځمې ناحیې، پغمان او بګرامي ولسوالیو په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.

ښاغلي ارین زیاته کړه چې د دې ډلې ډلمشر عبدالصبور نومېږي او د لوګر ولایت د بره‌کي برک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې نیول شوی دی.

یاد ترهګر د یما سیاووش او د کابل ښار د پینځمې حوزې د امر محمدزي کوچي د شهادت کلیدي عاملین دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه