واشنـګټن پوسـټ سره د جمهور رئیس مرکه – پښتو ژباړه
پوښتنه: خلک غواړي چې ستاسې له هیواده د متحده ایالاتو د ځواکونو بېرته ستنېدو په اړه ستاسې په نظر پوه شي.
جمهور رئیس: موږ د دې پرېکړې درناوی کوو.
پوښتنه: متحده ایالاتو له تاسې مخ اړولی دی؟
جمهور رئیس: نه، متحده ایالاتو له موږ مخ نه دی اړولی، ځکه زموږ ډېرې ګټورې خبرې اترې اوس هم روانې دي. څو ورځې مخکې مې د (متحده ایالاتو) بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلېنکن سره خبرې وکړې، پر دې سربېره ښاغلی باېډن هم راسره وغږېده.
پوښتنه: تاسې دا منئ چې طالبان به مو پر هیواد واکمن شي؟
آیا طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې رښتینی پرمختګ کېدای شي؟
جمهور رئیس: سوله کول زموږ لومړیتوب دی. که چېرې طالبان پر دې ټینګار کوي چې د تاوتریخوالي له لارې واک ترلاسه کړي، نو دوی به نه یوازې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، بلکې د افغان ولس له مقاومت سره مخ شي. د دوی (طالبانو) پوښتنه له هغو خلکو وکړئ چې د دوی حکومت یې لیدلی دی.
پوښتنه: آيا طالبانو په کابل کې د ښځینه خبریالانو او مدني ټولنو پر بنسټونو د ترور بریدونه نه دي کړي؟
ځواب: طالبانو په هر ځای کې تاوتریخوالی زیات کړي. دوی ملکي خلک په نښه او ترور کوي. دوی (طالبان) له نورمال کورنیو لرې په مدرسو کې لوی شوي دي، هلته ښځې نه وي، نو په دې خاطر ښځه ورته د ګواښ په توګه تفسیر شوې ده.
پوښتنه: داسې فکر کوئ چې افغان امنیتي ځواکونه د امریکایي او ناټو ځواکونو له مرستې پرته هیواد ساتلی شي؟
جمهور رئيس: هو، ساتلی یې شي. موږ مالي ملاتړ غواړو او متحده ایالاتو منلې چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي ملاتړ او له افغانستانه بهر روزنې ته به دوام ورکوي.
پوښتنه: د پاکستان په اړه څه وایاست چې تل یې د طالبانو ملاتړ کړی دی؟
جمهور رئیس: پاکستان مهم دی. متحده ایالات په دې کې ډېره مهمه ونډه لري چې پاکستان قانع کړي څو طالبان د خبرو اترو مېز ته راولي.
پوښتنه: د سولې خبرې څنګه روانې دي؟
جمهور رئیس: موږ له طالبانو دا پوښتنه کوو چې: آیا تاسې د سولې نیت لرئ؟
پوښتنه: زه دا درک کوم چې طالبان د سولې خبرو کې ونډه نه اخلي.
جمهور رئیس: دوی ونډه نه اخیسته، خو ماحول بدل شوی دی. توپ د طالبانو په میدان کې دی، ځکه افغان حکومت او ولس عادلانه او پایداره سولې ته چمتو دی.
پوښتنه: د طالبانو اصلي هدف د امریکايي ځواکونه وتل وو. متحده ایالاتو ولې طالبانو د هېڅ شي په مقابل کې دومره لوی امتیاز ورکړ؟
جمهور رئيس: دا پرېکړه باید د امریکایانو په توګه تاسې وکړئ.
پوښتنه: لا هم پر طالبانو د نفوذ لپاره څه قوت لرئ؟
جمهور رئيس: که طالبان سوله غواړي، نو پراخ هرکلی به یې وشي. که (سوله) رد کړي او نیت یې دا وي چې خپله اراده (پر خلکو) تحمیل کړي، نو پر وړاندې به یې ودرېږو، لکه نورو چې غوښتل موږ مات کړي او موږ یې پر وړاندې ودرېدو.
پوښتنه: د راپورونو له مخې، طالبانو له القاعده سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړې.
جمهور رئیس: د ملګرو ملتونو د اسنادو پر اساس، دوی (طالبانو) له القاعده سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړې.
پوښتنه: ځینې خلک وایي چې ښايي افغانستان په یونیم کال کې بیا د ترهګرۍ د فعالیت په مرکز بدل شي.
جمهور رئیس: ترهګري ګواښ دی. موږ ورسره د مبارزې ظرفیت لرو، خو سیمهایز او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لرو، که د هوایي ځواک په برخه کې وي او که د ټکنالوژۍ، ځکه دا نړیوال ګواښ دی.
پوښتنه: که حالات له کنټروله ووځي، د متحدهایالاتو کورني امنیت ته په ګواښ بدلېدای شي؟
جمهور رئیس: ولې نه!
پوښتنه: آيا فکر کوئ چې د سولې په روانو خبرو کې د پرمختګ لپاره، د مصالحې عالي شورا له رئیس ښاغلي عبدالله عبدالله سره کار کولای شئ؟
جمهور رئيس: د هیواد رهبران د ګواښ په مقابل کې سره متحد دي.
پوښتنه: آیا طالبان د افغان حکومت هوډ ماتول غواړي؟
جمهور رئيس: هغوی زموږ هوډ نه شي ماتولای.
پوښتنه: فکر کوئ چې افغانستان به د ترهګرۍ د ځالې په توګه نه، بلکې د یوه آزاد هیواد په توګه پاتې شي؟
جمهور رئیس: بالکل! ځکه د سپتمبر ۱۱مې په پېښه کې هېڅ افغان (دخیل) نه و.
پوښتنه: خو ترهګرو د افغانستان له خاورې عملیات کړي وو؟
جمهور رئيس: طالبانو ځای او پناه ورکړې وه. دوی یو انتخاب کولی شوای او (دوی) القاعده ته د افغانستان پر ملي ګټو لومړیتوب ورکړ. که هغوی (طالبان) دا غواړي چې په اوسني افغانستان کې د حللارې یوه برخه شي، نو افغانستان ته باید لومړیتوب ورکړي.
پوښتنه: طالبانو له کلونو راهیسې القاعده ته ځای ورکړی، اوس یې اړیکې ولې ورسره پرې کړې؟
جمهور رئیس: ځکه، که ټولنه پوه شي چې طالبان د جوړولو پر ځای، د ورانولو پر لاره روان دي، نو هغوی (طالبان) به رد او منزوي شي. دا هیواد سولې او یو ځای اوسېدو ته لیواله دی.


