ویب ډیسک
د ازادو سياليو د لوبغاړي نصرت حقپرست د بريا په اړه مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني د ازادو سياليو لوبغاړي نصرت حقپرست ته چې په امريکا کې يې په سيالۍ کې خپل مکسيکويي سيال رافا ګارسيا ته ماته ورکړه، د بریا مبارکي وويله.
جمهور رئیس وويل، د خوښۍ ځای دی چې زموږ ورزشکاران په دې وروستیو کې د ورزش په مختلفو ډګرونو کې د پرلپسې برياوو په ترلاسه کولو سره په وياړ د خپل ملت استازيتوب کوي او د هيواد درې رنګه بيرغ رپوي.
د هيواد جمهور رئیس، نصرت حقپرست ته د مبارکۍ ترڅنګ د لا زياتو برياليتوبونو هيله وکړه.


