دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلاول بهټو: عمران خان د دویښت کالو مبارزه د اټمي هیواد د...

بلاول بهټو: عمران خان د دویښت کالو مبارزه د اټمي هیواد د زکات وریزو وړ ګرځول و؟

ویب ډیسک

بلاول بهټو زرداري سعودي عربستان ته د عمران خان پر سفر نيوکه کړې ده.

په یوه بیان کې بلاول بهټو زرداري وویل چې د۱۹۰۰۰ بوریو وريجو سربیره ، لومړي وزیر سعودي عربستان ته د خپل سفر څخه نور څه ترلاسه کړل؟
سعودي عربستان ته د لومړي وزیر د سفر لګښتونه باید پرتله شي.
لګښتونه باید د زکات په ترڅ کې ترلاسه شوي د وريجو د کڅوړو قیمت سره پرتله شي.

 ـ بلاول زیاته کړه ایا د لومړی وزیر د دویښت کالو مبارزه د اټمي هیواد د زکات وریزو وړ ګرځول و؟
زه دعا کوم چې خدای به د چا سره په داسې مبارزه کې مرسته ونکړي.
د پی پی پی مشر وویل عمران خان نه به اولس خپل حساب اخلي ، بلاول زیاته کړه چې لومړی وزیر د ګراني د کنټرول په اړه د هغه ادعاوې افشا شوې دي.
بلاول بهټو زرداری زیاته کړه چې تنخواه لرونکي خلک کولی شي ژوندون وکړي ، خو عمران خان د ورځنیز مزدورانو لپاره څه پالیسي جوړه کړې
پی پی پی مشر وویل  عمران خانه په غریبانو رحم وکړه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه