دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته...

بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د ياد سازمان د ملاتړ د تداوم هرکلی کوي

ویب ډیسک

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د ياد سازمان د ملاتړ د تداوم، چې په دې وروستيو په فرانسه کې د ناټو عمومي منشي لخوا اعلان شوې ده، هرکلی کوي.

موږ د امنیت سکتور لپاره د ظرفیت لوړونې، مالي ملاتړ، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، د کابل نړیوال هوایی ډګر پیاوړي کولو په شمول د لوژستیکي خدماتو په برخه کې افغانستان سره د ناټو پر ملاتړ بیا ټینګار د دفاعي سکتور اړتیاو سره مناسب ګڼو او ورڅخه قدردانی کوو.

بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او ناټو ترمنځ د همکارۍ نوي فصل پیل په هېواد او سیمه کې تلپاتې سولې او ثبات د تأمین او له ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیتونو لوړولو په لور یو اغیزمن ګام بولي.

بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د ناټو دوامداره ژمنې د ستاینې ترڅنګ، چمتو دی ترڅو د يوې خپلواک، آزاد، متحد، سوله ایز او ولسواک افغانستان د جوړولو په موخه، ناټو سره په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ او افراطیت له ګډ ګواښ سره په مبارزه کې د خپل همکاريو په نوي فصل کې هراړخیزه همکاري وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه