ویب ډیسک
– بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر، شاه محمود قریشي سره د سولې بهیر او له افغانستان څخه د غوڅ ملاتړ ځواکونو له وتلو وروسته پړاو کې د سیمهایزې همکارۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
بهرنیو چارو وزیر همداراز د آسیا زړه – استانبول پروسې بهرنیو چارو وزیرانو په نهمه ناسته کې د پاکستان رغنده ګډون او په استانبول کې د سولې ناستې په ترسره کولو کې د هغې هېواد له همکاریو څخه قدرداني وکړه.
ښاغلي اتمر د امنیتي، سیاسي او پراختيايي برخو کې د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې سره د پوځونو له وتلو وروسته مرحلې کې د همکارۍ چوکاټ په ګډون، په وروستيو پرمختګونو باندې هم خبرې وکړې او د سولې بهیر بریا لپاره يې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې او همکارۍ د دوام ترڅنګ، د سیمهایزو همکاریو پیاوړې کول خورا مهم وبلل.
همداراز، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د یوه سولهایز، خپلواک او متحد افغانستان لپاره د خپل هېواد د دوامداره ملاتړ څخه د هېواد بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ او د سیاسي حل د موندلو لپاره یې د تاوتریخوالي پای او د سولې خبرو ته د دوام ورکولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي قريشي د افغانستان – ترکیه – پاکستان درې اړخیزې ناستې او همدارنګه د استانبول د سولې په ناسته کې د ګډون لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګنده کړ او ویویل چې د سیمهایزې اجماع پیاوړي کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ښاغلي قریشي همداشان د استانبول د سولې ناستې څخه وروسته، پاکستان ته د سفر لپاره د هېواد بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړه چې د بهرنیو چارو وزیر لخوا، په مننې سره ومنل شوه.


