ویب ډیسک
حنيف اتمر وايي, ولسمشر غني ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير ليک توهين نه بلکه د دولتونو د نږدې والي له امله دی.
د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر چې نن يې د رسنيو مرکز کې د خپلو کړنو په اړه معلومات ورکول وويل, عادي حالت دادی چی د هیوادونو ترمنځ ارتباطات د بهرنیو چارو وزارتونو له خوا ترسره کیږي، خو له امریکا سره زموږ د صمیمیت کچه لوړه ده او په دیپلوماسۍ کې مو دا جواز ورکړی چې بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر سره تماس ونیسي یا لیک ولیږي. دا توهین نه دی بلکې د دولتونو نږدې والی دی.


