دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهلغمان کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ طالبان وژل شوي

لغمان کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ طالبان وژل شوي

ويب ډیسک
د کورنیو چارو وزارت وایی چی د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د لغمان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۹ طالبان وژل شوي او یو یې ټپي شوی دی.

د یادو عملیاتو پر مهال د مرکز مهترلام ښار پاټک، ابوزيي او قلعه ټک سیمې؛ د الینګار ولسوالۍ شیخ صاحب او همدارنګه د الیشېنګ ولسوالۍ دوملام سیمې د طالبانو له شتونه پاکې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د دې عملیاتو په پایله کې د دوښمن ګڼې وسلې او وسایط هم له منځه تللي دي. خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه