دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملي امنیت ریاست وايي د رسنیو په اړه د ملي امنیت د...

ملي امنیت ریاست وايي د رسنیو په اړه د ملي امنیت د رییس خبرې تحریف شوې دي.

ملي امنیت ریاست وايي د رسنیو په اړه د ملي امنیت د رییس خبرې تحریف شوې دي.
ویب ډیسک
د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې وایي، چې د ملی امنیت رییس د چارشنبه په ورځ ولسي جرګه کې څرګندونې کړي دي، خو هغه خبرې چې د رسنیو او بیان ازادۍ پرضد د ملي امنیت د رییس له قوله خپرې شوې واقعیت نه لرې، تحریف شوي او یو اړخیزې دي، چې د ملي امنیت رییس پورې تړاو نه لري.

د ملي امنیت ریاست په اعلامیه کې راغلي، چې د سري مجالسو څخه د ځینو خبرو افشا کول د منلو وړ نه دي او د اساسي قانون او ولسي جرګې کورنیو اصولو خلاف کار هم دی.

ملي امنیت وایي چې رسنۍ د ارزښتونو اصلي ساتونکې او د تېرو ۲۰ کلونو له مهمو لاسته راوړنو څخه دي، چې دوی یې کار ته درناوی لري او د رسنیو پروړاندې د هر ډول کورنۍ او بهرنۍ دسیسې په مقابل کې دریږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ولسي جرګې یوه غړي عارف رحماني د ملي امنیت رییس له قوله ویلي و، هغه رسنۍ، شنونکي او سیاستوال چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري پروړاندې به یې د ترهګرو په څېر چلند کیږي.

د نوموړي تردې څرګندونو وروسته د طالبانو ویاند هم وویل، چې ځیني رسنۍ د حکومت د استخباراتي ادارې په ګټه کار کوي او که له دې کار لاس وانخلي د هر ډول اقدام مسوولیت به د دوی پر غاړه وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه