دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهله سولې وروسته د حکومت په جزیاتو خبرې کول له وخته مخکې...

له سولې وروسته د حکومت په جزیاتو خبرې کول له وخته مخکې دي

پښتو جرنل

د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان ښځو د عدالت غوښتنې کمېټې د غړو سره په لیدنه کې دا خبرې وکړې.
د افغان ښځو د عدالت غوښتنې کمېټې غړو د سولې په پروسه کې د مېرمنو رول ته په کتو د استانبول په غونډه کې د مېرمنو د ۳۰ سلنه ونډې غوښتونکې شوې.

دوی وویل، د سولې په خبرو کې باید هغه مېرمنې ګډون وکړي، چې د ټولو افغان مېرمنو څخه ښه استازولي وکړي.
د دې ناستې ګډونوالو مېرمنو د سولې په خبرو کې د مېرمنو د لاسته راوړنو او حقونو په برخه کې پر هر ډول معاملې اندېښنې د ملي مصالحې عالي شورا رییس سره شریکې کړې.

دوی وویل، له سولې وروسته حکومت کې نه باید مېرمنې محکومې او شاتګ وکړي.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس د استانبول په ناسته کې د مېرمنو په عادلانه او معنادار رول خبرې وکړې او زیاته یې کړه، د ناستې د اصلي ګډونوالو ترڅنګ به د مېرمنو او مدني ټولنو استازې د ناستې د جانبی غړو په توګه حضور ولري.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس د سولې وړاندیز شوې طرحې ته په اشارې وویل، پدې اړه د نظرونو او لید لوریو پر توحید کار روان دی او د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې غړي به ترې په څو بنیادي اصلو د ترکیې د ناستې لپاره کار وکړي، چې پکې به د ټولو اړخونو عادلانه او معنادار ګډون خوندي وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه