یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهډاکټر عبدالله عبدالله د پروفیسور مایکل بري د علمي څېړنې له هڅو...

ډاکټر عبدالله عبدالله د پروفیسور مایکل بري د علمي څېړنې له هڅو او زحمتونو ستاینه کړې

ویب ډیسک

د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په فرانسه کې د احمد شاه مسعود په نوم د یوې جادې د نومولو په مراسمو کې د فرانسې جمهوریت په رسمي بلنه د سفر په لړ کې د جمعې په مازیګر د ( وري ۶ نېټه) د فرانسې جمهوریت له خوا د افغانستان په تړاو د پروفیسور مایکل بري د علمي څېړنې څخه د ستاینې او مډال ورکولو په پروګرام کې ګډون او خبرې وکړې.

ډاکټر عبدالله عبدالله مایکل بري د افغانستان دوست یاد کړ او د افغانستان د کلتور او تاریخ په حوزه کې یې د هغه د علمي څېړنې د هڅو او زحمتونو څخه ستاینه وکړه.

ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلو خبرو په دوام پروفیسور مایکل بري ته د لا نورو بریاوو هیله وکړه او نوموړي ته د فرانسې هېواد له خوا د مډال ورکولو اوستاینې په غونډه یې خوښي وښوده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه