یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهډاکټر عبدالله عبدالله د سولې د خبرو په تړاو د پاکستان سفیر...

ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې د خبرو په تړاو د پاکستان سفیر سره کتلی

ویب ډیسک

د ملي مصالحې عالي شورا رییس د پاکستان اسلامي جمهوریت له سفیر سره ولیدل

د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن چهارشنبه د ( وري ۴ نېټه) د پاکستان اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي منصور احمد خان سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

پدې لیدنه کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس او د پاکستان اسلامي جمهوریت سفیر د سولې بهیر پر چټکېدو، په دوحه کې د سولې په خبرو اترو، د مسکو په ناسته، د ترکیې ناستې ته په تیارۍ، او د جنګ او تاوتریخوالي د پایې ته رسېدو په برخه کې د سیمې هېوادونو په همکارۍ بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه