ویب ډیسک
د سولې په پروسه کې د مېرمنو د ونډې په تړاو یو نظر موجود دی
د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې له یو شمېر ښځینه غړو سره ولیدل.
پدې لیدنه کې د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې ښځینه غړو د سولې خبرو اترو، د اقلیتو د حقونو په ساتنې او د سولې په پروسه کې د مېرمنو په معنا داره ګډون د ملي مصالحې عالي شورا رییس سره خبرې وکړې.
دوی زیاته کړه، اوربند د ټولو افغانانو غوښتنه ده ولې نه باید پکې د مېرمنو لاسته راوړنې قرباني شي او د سولې اړوند غونډو کې د مېرمنو ګډون باید عادلانه او ټولشموله وي.
ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې په برخه کې پرمختګونو ته په اشارې وویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت د اختلافاتو د حل لار خبرې اترې بولي او پدې برخه کې له هیڅ هڅو دریغ نه کوي.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس د ترکیې غونډې تیاریانو ته په اشارې وویل، د سولې په خبرو کې د مېرمنو د ونډې او د اقلیتونو د حقونو ساتنې په برخه کې یو نظر موجود دی، پرته د مېرمنو له ګډونه څخه سوله نشي ټینګیدلی.


