ویب ډیسک
ځایي سرچینې وایي، تیره شپه د هلمند ولایت لښکرګاه ښار ته نږدې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې، چې له امله یې د سنګین ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون لس سرتیري وژل شوي دي.
خو یوشمېر سرچینې بیا وایي چې د سنګین ولایت امنیه قوماندان د طالبانو د یوه نفوذي کس له لوري وژل شوی دی.
د هلمند ولایت امنیتي مسوولان د سنګین ولسوالۍ د امنیه قوماندان وژل کېدل تاییدوي،خو د نښتې په اړه څه نه وایي.


