یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحب:افغان امنیتي او دفاعي سرتېري د هېواد د دفاع وړتیا لري

محب:افغان امنیتي او دفاعي سرتېري د هېواد د دفاع وړتیا لري

ویب ډیسک

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وزیر له مرستیال ډین ټامپسون سره چې کابل ته راغلی، وکتل.

ښاغلي ټامپسون د امریکا د ولسمشر جوبایډن پیغام هم راوړی و چې متحده ایالات به له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او له افغانستان سره خپلې پراختیایي مرستې او د سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي.

ډاکټر محب وویل، افغان حکومت د بایډن د پرېکړې درناوی کوي او له بهرنیو سرتېریو سره به د وتلو په برخه کې او ډیپلوماټیکو ماموریتونو د ساتنې په موخه له نږدې همکاري وکړي. دغه راز یې وویل افغان امنیتي او دفاعي سرتېري د هېواد د دفاع وړتیا لري او له خپلو متحدانو سره د ترویزم پر ضد مقابله کې د اعتماد وړ دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه