دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا ولسمشر:د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال، د ارمنیانو وژل کېدل د نسل...

امریکا ولسمشر:د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال، د ارمنیانو وژل کېدل د نسل وژنې په توګه په رسمیت وپېژندل.

ویب ډیسک

د امریکا ولسمشر د عثماني امپراتورۍ له خوا د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال، د ارمنیانو وژل کېدل د نسل وژنې په توګه په رسمیت وپېژندل.

د جوبایډن له لوري په خپره شوې اعلامیه کې، چې د ارمنیانو د نسل وژنې د یاد په ورځ خپره شوې، دغه پېښه وحشت بلل شوی او نوموړي ویلي، باید هیڅکله هم بیا تکرار نه شي.

خو د ترکیې بهرنیو چارو وزیر د امریکا په دې دریځ غبرګون ښودلی او وایي هېواد یې د تاریخ په اړه له چا درس نه اخلي.
د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال عثماني ترکانو شا وخوا یو نیم میلیون ارمنیان چې مسیحیان و، ووژل یا تبعید کړل،ځینې هیوادونه دغه پېښه نسل وژنه یادوي،خو ترکیه وایي دغه پېښه د کورنیو اختلافاتو له امله رامنځته شوې او د ارمنیانو د نسل د ورکولو هڅه نه وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه