دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههېواد د یوولسو ګمرکونو د کمېشنکارانو یوزرونه بند شول

هېواد د یوولسو ګمرکونو د کمېشنکارانو یوزرونه بند شول

ویب ډیسک
د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د پرېکړې پر بنسټ د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د کمېشنکارانو د لغوه کولو په موخه نن د ۱۴۰۰ مالي کال د غویي میاشتې لمړۍ نېټه د هېواد د یوولسو ګمرکونو (پکتیکا، بدخشان، ډنډ پټان، غلام خان، پست پارسل، کنړ، تخار، شېرخان بندر او د کندهار، بلخ او هرات د هوایي ډګرونو) د کمېشنکارانو یوزرونه بند کړل.

د کابینې د پرېکړې پر بنسټ سوداګریز شرکتونه اړ دي چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي چارو د مرحلو د پرمخ وړلو لپاره په اسیکوډا سیسټم کې یوزر جوړ کړي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست یو ځل بیا ټولو سوداګریزو شرکتونو څخه غواړي چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي چارو د مرحلو د پرمخ وړلو لپاره ژر تر ژره د ګمرکونو لوی ریاست له ویب پاڼې څخه فورمه ترلاسه او له ډکولو وروسته له معتبره اسنادو (اصلي تذکرې، د شرکت جواز او تشخیصیه(TIN) شمېرې سره د هېواد د ګمرکونو ټولو ادارو ته ورشي او په اسیکوډا سیسټم کې یوزر جوړ کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه