امریکا: د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته هیڅوک د افغانستان د راتلونکې ضمانت نشي کولی.

0
136

ویب ډیسک

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وایي، د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته هیڅوک د افغانستان د راتلونکې ضمانت نشي کولی.

جیک سلیوان له فاکس نیوز تلویزوني شبکې سره په مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که چیرته په افغانستان کې هماغه شان حالت راشي لکه په ۲۰۱۱ کال کې د عراق نه د امریکايي عسکرو تر وتلو وروسته راغی، وویل جو بایډن افغانستان ته د امریکایي سرتیرو بیا لیږلو هیڅ نیت نلري.

خو نوموړی وایي،د امریکا متحده ایالات به هغو ګواښونو ته پام کوي چې سرچینه یې په افغانستان کې وي.