یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحب:د افغانستان امنیتي او دفاعي سرتېري د افغانستان د دفاع بشپړ توان...

محب:د افغانستان امنیتي او دفاعي سرتېري د افغانستان د دفاع بشپړ توان لري.

ویب ډیسک

تیره ورځ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره د دوه‌اړخیزو همکاریو په هکله خبرې وکړې.

د ملي امنیت سلاکار وویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي سرتېري د افغانستان د دفاع بشپړ توان لري.

ښاغلي ویلسن په خپلو خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته په اشاره وویل، د افغانستان د امنیتي او دفاعي سرتېریو مرستې ته به دوام ورکړي.

دغه راز وویل شول چې د افغانستان او متحده ایالتونو حکومتونه به له نږدې همغږي وکړي چې د دواړو لوريو ګټې وساتل شي، د بهرنیو ځواکونو لېږد ډاډه تر سره شي او د افغان سولې په برخه کې دوه‌اړخیزې او څواړخیزې هڅې نتېجه ورکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه