دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد امریکا ولسمشر په افغانستان کې جګړه پای ته نه رسوي

د امریکا ولسمشر په افغانستان کې جګړه پای ته نه رسوي

ویب ډیسک

د امریکا ولسمشر په افغانستان کې جګړه پای ته نه رسوي بلکه له دې وروسته افغان جګړه امریکایي جنګي قرارداد یانو ته سپاري.
کورډ اکشن مجلې په یوه تازه راپور کې ویلي،له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د اېستلو په اړه د جوبایډن پریکړه دعامه اذهانو د تېر اېستلو لپاره ده،ځکه نوموړی د جګړې د پای ته رسېدو اراده نه لري او د جنګ د دوام لپاره افغانستان کې زرګونه جنګي قرار دادیان پریږدي.

د دې راپور پراساس، له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو تر وتلو وروسته به افغانستان کې د پنتاګون قراردادیان، ځانګړي ځواکونه او استخباراتي کارکوونکي پاتې وي.

د دې راپور پراساس، سره له دې چې امریکا وایي افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتیري لري،خو برعکس دا مهال افغانستان کې د سي ای اې زرګونه کارکوونکي،چې په عصري وسلو سنمبال دی حضور لري او له دې وروسته به جګړه هغوی پرمخ وړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه