ویب ډیسک
د امریکا دفاع وزارت ویلي،افغانستان ته د نورو سرتیرو استولو هدف دا دی،چې د روان کال سپټمبر میاشتې پورې له دغه هېواد څخه د امریکایي عسکرو د وتلو پروسه خوندي ترسره شی.
د یاد وزارت ویاند یوې خبرې ناستې ته ویلي،له افغانستان څخه په منظم ډول د سرتیرو اېستلو لپاره د محدود وخت لپاره نورو سرتیرو ته هم اړتیا لیدل کیږي.


