دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشل کلنې جګړې کې دوه لکه دوڅلویښت زره کسان وژل شوي

شل کلنې جګړې کې دوه لکه دوڅلویښت زره کسان وژل شوي

ویب ډیسک
په تیرو شلو کلونو کې په افغان جګړه کې دوه سوه او ۴۲ زره کسان وژل شوي چې لوی شمېر یې ملکي وګړي دي.

د جګړې د لګښت یا (کاسټ اف وار)بنسټ له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې په تیرو دوو لسیزو کې ۲۴۱۰۰۰ کسان په مستقم ډول د دې جګړې له امله وژل شوي، چې لږ تر لږه یو اویا زره ۳۴۴ تنه یې ملکي وګړي دي.

د دې راپور پراساس، د افغان جګړې پرمهال۲۴۴۲ امریکايي سرتیري، ۷۸۳۱۴ افغان امنیتي ځواکونه او ۸۴۱۹۱ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.‌
د یاد راپور پراساس، پر دې جګړه ۲.۲۶ ټریلینونه ډالره لګښت راغلی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه