دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهغني : افغانستان ته په وچه کې راګېر هیواد په سترګه کتل...

غني : افغانستان ته په وچه کې راګېر هیواد په سترګه کتل کېدل، خو اوس له فرصتونو د ډګ او د مرکزي اسیا شپږم هیواد بلل کېږي.

پښتو جرنل

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د نظامي ګنجوي بین المللي مرکز په هغه ناسته کې چې د اذربایجان حکومت په نوښت په پلازمېنه باکو کې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوې وه، د افغانستان سولې پروسې، له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو پرېکړې او اغېزو او همداراز د سیمه ییزې همپالنې او اتصال په اړه خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې پر جمهوررئیس غني سربېره د یو شمېر هیوادونو او بین المللي سازمانونو مقاماتو هم ګډون درلود، په پیل کې جمهوررئیس غني نظامي ګنجوي د سیمې پیاوړی شاعراو داستان ویونکی یاد کړ او د نوموړي اثار په ځانګړي ډول خمسه یا پنج ګنج یې د سیمې د هیوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان او اذربایجان لپاره ستر میراث وباله.

وروسته د هیواد جمهوررئیس د روان میلادي تر سپټمبر میاشت پورې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د جمهوررئیس بایډن وروستۍ پرېکړې ته په اشارې وویل، موږ دغې پرېکړې ته درناوی لرو او د دغه بهیر په ترسره کېدو کې به لازمه همکاري وکړو.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، دغه پرېکړه د دې لامل شوه چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او نه وتلو په اړه د خلکو اندېښنې رفع کړي او اوس افغانستان له یوې خوا د سولې پروسې نوي روایت، سیمه ییز اتصال او همکاریو او له بلې خوا له سیمې ورهاخوا د تروریستي او جرمي شبکو پر وړاندې قرار لري.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د تروریزم او جرمي شبکو څخه د رامنځته شوي بحران مدیریت لپاره باید له افغانستان سره د تېر په څېر همکاري دوام ومومي.

جمهوررئیس دېته په اشارې چې طالبان دې یا سوله ومني او یا به یې هم پر ضد مبارزه دوام کوي څرګنده کړه، زموږ خلک له ۴۲ کلونو راهېسي سولې ته د رسېدو له مشروع حق څخه محروم شوي دي. هغه زیاته کړه، سوله ییز او له تاوتریخوالي او جنګ پاک افغانستان، د پاکستان او سیمې د ټولو هیوادونو په ګټه دی.

جمهوررئیس غني په بېلابېلو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو د تامین په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې یادې کړې وې ویل، په ټولو سحطو کې د افغان ښځو ګډون زیات شوی او اوس د ځان استازولي کوي، رسا غږ لري او د سولې په اړه خپل نظریات او لیدلوري مطرح کوي.

د هیواد جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې د سولې لار نقشه پر درې ستنو اوربند، د تلپاتې او عادلانه سولې پر تامین او د ټاکنو پر ترسره کولو استواره ده وویل، د سولې ترلاسه کولو په خاطر زه چمتو یم چې د جمهوري ریاست خپلې دورې له پایته رسېدو مخکې، ژر ټاکنې ترسره کړم.

جمهوررئیس د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولي او مېړانه یاده کړه او په ټینګار یې وویل، موږ د سقوط په مرحله کې نه یوو، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواک ډول د هیواد د دفاع وړتیا لري او له څو کلونو راهېسي ۹۴ سلنه عملیات په خپلواک ډول ترسره کوي.

جمهوررئیس غني د ټاپ، ټاپې، کاسا زر او فایبر اپټیک شبکې په څېر د سترو سیمه ییزو پروژو پلي کول د افغانستان او سیمې هیوادونو خلکو د ژوند شرایطو د ښه والي لپاره ګټور وبلل.

هغه څرګنده کړه، پخوا افغانستان ته په وچه کې راګېر هیواد په سترګه کتل کېدل، خو اوس له فرصتونو د ډګ او د مرکزي اسیا شپږم هیواد بلل کېږي.

جمهوررئیس په دغه ناسته کې څرګنده کړه، موږ د نظام جوړولو په پړاو کې قرار لرو، زموږ هیواد د دیجیتلي کېدو پر لور د حرکت په حال کې دی او د مدنې ټولنې، ښځو، علماو او ځوانانو شبکې د ولسواک نظام په پیاوړتیا کې بارز رول لري او له هیواده بهر د افغان متخصصینو رول هم ځانګړی ارزښت لري.

د دغې غونډې په پای کې جمهوررئیس غني د سولې پروسې، استانبول ناستې، په سولې پروسه کې د ښځو د رول، سیمه ییز اتصال او سترو زېربنایي پروژو په اړه د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یې پر افغانستان د بین المللي ټولنې پر لازیات تمرکز ټینګار وکړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه