پښتو جرنل
د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ټاپي (TPI) د ګازو نللیکې امنیتي پلان لاسلیک شو.
دغه پلان د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت شورا دفتر د مرستیال عبادالله عباد او د ترکمنستان له خوا د ټاپي د مدیر محمد متیرات امانوف تر منځ امضاء شو.
د ټاپي امنیتي پلان د څو هېوادونو د هغې لویې پروژې له تطبیق او ودې سره مرسته کوي چې له ترکمستانه جنوبي اسیا ته ګاز لېږدوي او د سیمهیز ثبات او بسیاینې سبب ګرځي.
ټاپي د افغانستان مهمه پروژه ده چې د سیمهیز امنیت او د ادغام له سیاست سره مرسته کوي او د سیمې لوبغاړي هېوادونه لکه پاکستان او هند په ګډو ګټو کې سره متحد کوي.


