لیک: کبیر افغان
زرتشت په2660 کاله مخ کښې زېږېدلی دی. دپلار نوم يې” پوروشاسپه “معنا د زاړه اس خاوند و. مورئې” دوغدو ” نوميده.نيکه ئې “پتيرګتراسپه ” نوميده.څلور وروڼه ئې درلودل.چې “رتو شتر،رنګوشتر،نوتريکا او ني وتيش”نومېدل.د زرتشت درې ماندېنې وې. درې لوڼي ئې درلودې.او درې زامن ئې درلودل. دده د زامنو څخه ايست واستره د روحانيونو مشر و. اوروتت نره د بزګرانو مشر و. هوره چيتره د جنګياليانو مشر و. او د دېرش کلونو په عمر کې يې لارښوني پيل کړي.
کله چې آرين خلګو د کوچې توب او مالداري ژوند ختم کړي او په شارونو کې يې خپل ژوند پيل کړي.نو يې اقتصادي او اجتماعي ژوندډېر بدل سو.او په دې وخت کښې په بلخ کښې يو باچها چې يم يا جم نوميده،يو لوئ شار يې جوړ کړ.د يو ميل په مزکه يې د اوبو وياله تېره کړل.او په دې شار کې يې راز راز ځناوران لکه غوايان،پسونه،سپي،مرغان او بيل بيل جانوران ساتل.په دې شار کښي يې په ښه ترتيب او تعمير باندې بازارونه،کوڅې او کورونه جوړ کړل.او په دې شار کښې لېونيانو،پيس نيولو او درواغجنانو باندي د اوسېدو پښپړه پابندي وه.په دې وخت کې په بلخ کې يوه منظمه باچهاي مينځ تا راغله.
او د خلګو لپاره يو ټاکلی قانون او آئين جوړ کړل سوؤ.چې” مزده يسنامعنا “د خدای ستاينه نوميده.په دې آئين کښې د ټولني لپاره بيلا بيل قوانېن،هدايتونه مينځ ته راغلل.ده دې آئين جوړونکې “زره توشتره يا زرتشت” و.زرتشت د خپل دېن تبلېغات د” اوستا” په ذريعه کول.په 42 کلنئ کې کيګشتاسپ د زرتشت په عقېده سو.او په77 کلن عمر کې په بلخ کښې دتورانې براتر کرش په لاس ووژل سو.زرتشت له هغو لرغونو پوهانو څخه دي.چې په افغانستان کې ئې يو نوي اقتصادي بنياد کښيښودې.خپل اقتصادي نظام ئې په دسي وخت کښې تشکېل کې چې آرين د کوچې توب له ژوندانه څخه و شارې ژوند ته انتقال کړي و.
د زرتشت په قانون کې د غوا او غوائې ډير لوړ قدر او تقدس و.ولي چې د خوراک او کښت او کروندې کار ئې کاوې.زرتتشت د يوه خدای په وجود قائل سو.او له پخوانيو خدايانو څخه ئې مخ وګرزاوه.زرتشت وويل چې
“د خدای د وحدانيت پس په نړي کښې دوه روحان سته.چې يو دخير او بل د شر نماهندګي کوې.”
زرتشت په خپل آئين کښي د څاروې قرباني او نشه کول منع کړل.د ده په خبره” د بزرګ سړي غويي او غوا تر دې چې قرباني سي ښه او ګټوره داده چې د خپل مالک په لاس کښې د ګټي لپاره ژوندي وې.
د زرتشت په آئين کښي په پل صراط،په ملائيکو،په جنت او دوزخ،د آخرت په ورځ،په سزا و جزا، درشتيا په بري او د درواغو په ماته باندې کامله عقېده وه.
د زرتشت په آئين کښې اوور ډېر مقس ګڼل سوې دې په داوجه د اوور پرسش کېدې.
د زرتشت په آئين کښي د نېکې شپږ ملائيکي بيان سوېدې.
وهومنه . د ګلو او رمو د حفاظت پريښته
اشه وهيشه . د اوور پريښته
خشتره وئيريه . دفلزاتو او ښکلو ډبرو پريښته
سپينه ار مئيتي. د مځکي محافظه پريښته
هئوروتات . د کورو او اوبو محافظه پريښته
ااميريتات .د کرهڼو وښو او د څړ د ځايو پريښته.
د زرتشت په آئين کښي د بدي ياشر شپږ ديوان و.
اکه منه .شرارت او نفاق ديو
ايندره . د خلګو د ګمراکول ديو
سئوروه . د بې نظمې ديو
نااونکهئي ثيا . د نافرماني ديو
تئوروي .د فساد ،لوږي او تندې ديو
زيې رېش . د ناشکري ديو.
د زرتشت آئين په درو خبرو ولاړ اوؤ.
ښه منل ، ښه کول، ښه ويل.
د زرتشت په آئين کې مړي د مزکې د پاکې لپاره په خاورو کښي نه ښخ کېدې بلکه په آزاده هوا کې بي يې په لوړو ځايو باندې ايښودل کېدي.چې د هوا مرغانو به وخواړي.
د زرتشت د تعلېماتو ځائ لرغوني بلخ و.د استا په ذريعه يې تبلېغ کاوه.اوستا کتاب 815 فصله يا باب درلودل.او 21 کتابونه يې درلودل.او د غوايې په1200 پوستو باندې ليکل سوې و.کله چې سکندر يوناني په بلخ باندې حمله وکړه.اوستا يې وسوځاوې. دسکندر تر حملي وروسته دا کتاب بيا راټول کړل سو.


