یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان :ملګري ملتونه او نور هیودانو دې په امریکا فشار راوړی چې...

طالبان :ملګري ملتونه او نور هیودانو دې په امریکا فشار راوړی چې د دوحي تړون ته ژمن پاتی شی

پښتو جرنل
د امریکا جمهور رئیس جوبایډن له افغانستان نه د ځواکونو د ایستلو مهال ویش اعلانولو وروسته طالبانو په دې اړه خپل غبرګون په یوه خپره شوې اعلامیه کې ښودلی ـ طالبانو په دې هکله ویلي چې امریکا ولسمشر وروستۍ اعلان چې (له افغانستان څخه به خپل ټول ځواکونه باسي او د افغانستان موضوع نظامي حل نه لري او داچې موږ له طالبانو سره بیا جنګ ته د داخلیدو توان نه لرو او نه تر ابده هلته پاته کېدای شو، وتل يې تر هیڅ شرایطو پورې مشروط ندي او د دوحې توافقنامه هم مهمه او له اعتباره برخمنه بولي اوله هغه سره سم خپلې قواوې باسی)، له دې ټولو خبرو ښکاري چې امریکایي چارواکو د افغانستان وضعیت تر یوه حده درک کړی او د جنګ غوښتونکو کړيو هڅې ناکامه شویې دي.

خو داچي د عسکرو ایستل څومیاشتی ځنډوي او تر راتلونکی سپتمبر پورې یې بشپړول غواړي، په اړه يې لاندې ټکي اعلانوو:

ــ دا فیصله يې د دوحي له توافقنامی څخه ښکاره سر غړونه او په خپل کړي عهد عمل نکول دي.

ــ یاده توافقنامه چې د ملګرو ملتونو او ګڼو هیوادونو اوسازمانونود استازو په حضور کې لاسلیک شوه او اوس امریکایې لوری سرغړونه تري کوي، نو هغو ټولو هیوادونو او سازمانونوته چي د توافقنامې د لاسلیک شاهدان وو په کار ده چې په امریکا فشار راوړي چې په توافقنامه کې په کړیو ژمنو عمل وکړي او په ټاکلي نیټه خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

ــ د شوې توافقنامې او ژمنو سره سره، په لومړي سرکې د شپږ زره بندیانو د خلاصون لس ورځنی بهیر شپږو میاشتو ته غزول، بیا د بین الافغاني مذاکراتو له شروع کیدو سره په دریو میاشتو کې د باقي بندیانو نه خلاصون، د تور لیست نه ختمول، له دولسو سوو څخه زیاتې تخطیانې کول او بالآخره اوس د ځواکونو د ایستلو په نيټه کې څو میاشتې ځنډ اعلانول، به ټولي نړۍ ته ښکاره کړي چې په امریکايي جهت باور نشي کیدای او هغوی خپلو وعدو او تعهداتو ته ژمن نه دي.

ــ ټول جهتونه باید پوه شي چې  طالبانو تر دې دمه توافقنامه په ښه ډول رعایت کړی، عملی کړی او د منازعې د حل یواځنۍ لاره يې بللې، اوس که د امریکا لخوا له توافقنامې څخه سرغړونه کیږي، د اسلامي امارت مجاهدینو ته اصولا د هرډول لازم اقدام کولو لاره خلاصوي، نو د راتلونکو عواقبو مسئولیت به هم امریکايي جهت ته راجع وي، نه طالبانو ته.

ــطالبانو له امریکايي جهت او ټولو اشغالګرو هیوادونو څخه غواړي چې نور د جګړې او اشغال د اوږدیدو لپاره بهانې ونه لټوي او هر څه ژر خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

ــ طالبانوپه هيڅ صورت هم، د بشپړې خپلواکۍ له داعې او د سوچه اسلامي نظام له اقامې څخه نه تیريږي او د اشغال د بشپړې او یقیني خاتمی څخه وروسته د افغانستان د معضلې د سولییز حل رامينځته کیدو ته ژمن دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه