ویب ډیسک
د طالبانو ویاند د المان له دویچوله ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د ټاکنو په اړه د ولسمشر غني طرحې ته په اشارې وایي دوی داسې انتخابات نه غواړي چې د افغانستان د ۳۵ تر ۴۰ میلیونه کسانو څخه تر یو میلیون کم کسان ګډون پکې وکړي، د ټاکنو سرنوشت بهر کې وټاکل شوي او د ټاکنو نتیجه هم دوه ولسمشران وي.
نوموړی وایي افغانستان کې سراسري انتخاباتو ته زمینه نه ده برابره، بهرنۍ مداخلې شته او له همدې امله عامو خلکو په اوس وخت کې پر انتخاباتو باور له لاسه ورکړی او ټاکنو کې یې په نه ګډون سره وښودله چې دوی ټاکنو سره پریکون کړی دی.
طالبان وایي د ولسمشر غني طرحه یوازې واک کې د پاتې کېدو او د هغوی ګټو د خوندیتوب لپاره ده.


