دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۹ طالبان ووژل شوي او ۲۸ نور ټپیان...

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۹ طالبان ووژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي

ویب ډیسک

د ملي دفاع وزارت له خواه خپره شوې یوې خبری اعلامیه کې ویل شوی چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۳۹ طالبان ووژل شول او ۲۸ تنه نور ټپیان شوي او له دې سره سن زیات شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي.

همدا راز، ۳۴ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په بیلابیلو سیمو کې دملکي خلکو دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شوي.

دغه طالبان دهېواد غزني، ننګرهار، لغمان، بلخ، زابل، هرات، فراه او کندهار ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي.
خو بل لور تر دا مهاله طالبانو په دې هکله څه نه دی ویلي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه