دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهولسمشر غني د امریکا په سپټمبر کې ځواکونو د باسلو بریکړې هرکلی...

ولسمشر غني د امریکا په سپټمبر کې ځواکونو د باسلو بریکړې هرکلی کړئ

ویب ډیسک

د امريکا د ولسمشر د هغې پريکړې احترام کوي چې پر اساس به يې تر سپټمبر خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
ولسمشر اشرف غني د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره تر تليفوني خبرو ورسته پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي , له ولسمشر بايډن سره يې د نوموړي د تصميم په اړه چې له افغانستان څخه به د سپتمبر تر لومړيو خپل سرتيري وباسي بحث وکړ, د افغانستان اسلامي جمهوريت د امريکا ددې پريکړې احترام کوي او له امريکا او ناټو سره به له نږدې کار وکړي تر څو انتقال په ارامۍ تر سره شي
ولسمشر وايي اوس چې زمونږ ملګرتيا نوي پړاو ته داخليږي مونږ به له ناتو او امريکا سره د سولې راوستلو لپاره هڅو ته دوام ورکړو.
ولسمشر همدا راز وايي افغان امنيتي ځواکونه په پوره توګه د افغانستان د خلکو څخه ددفاع وړتيا لري او افغان ملت به د هميش لپاره د هغې منندوی وي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه