دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاشرف غني :ناسم ذهنیت رامنځته شوی چې ګویا ځوانان په کرنه کې...

اشرف غني :ناسم ذهنیت رامنځته شوی چې ګویا ځوانان په کرنه کې راتلونکی نه لري،

ویب ډیسک
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت رهبري پلاوي سره په غونډه کې، په هیواد کې د بڼوالۍ سکتور پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي د بڼوالۍ سکتور پیاوړتیا په موخه د دغه وزارت د برنامو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال دا مهمه برنامه وبلله وې ویل، اوسمهال په بڼوالۍ سکتور کې دوه میلیون افغانان فعالیت لري.

هغه زیاته کړه، تېر کال د بڼوالۍ حاصلاتو کې کابو شل سلنه زیاتوالی رامنځته شوی او دغه سکتور د پراختیا او پرمختګ په حال کې دی، همداراز زموږ اویا سلنه صادرات کرنیز محصولات جوړوي.

جمهوررئیس غني د یادو معلوماتو له اورېدو وروسته وویل، کرنه، مالداري او بڼوالي د ټولنې د ثبات اساس جوړوي او باید دولتي او خصوصي سکتور د کرنې او بڼوالۍ د پراختیا برخې ته زیاته پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه، پر کرنې او باغدارۍ پانګونه سلګونه زره کورنیو ته د اشتغال زمینه برابروي او رسمي اقتصاد پیاوړی کوي.
جمهوررئیس وویل: ناسم ذهنیت رامنځته شوی چې ګویا ځوانان په کرنه کې راتلونکی نه لري، برعکس ځوانان د کرنې په برخه کې ښه راتلونکی لري، ځکه د افغانستان ځمکه، هوا او مېوه جات د نړۍ په سطحه متفاوتې ځانګړنې لري.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې کلیوپراختیا وزارت، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او ټولو اړوندو ارګاونو ته لارښوونه وکړه چې کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره په هیواد کې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا لپاره هراړخیزه همکاري وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه