ویب ډیسک
ټاکل شوې ده سږکال په هېواد کې د اوبو د ۴۴ لویو او وړو بندونو د جوړولو چارې پیل شي. د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په خبره، د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د یادو بندونو د جوړولو زمینه او شرایط برابر دي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د راپور پر بنسټ، د دغو بندونو د امکان سنجونې مطالعات او تفصیلي ډیزاین وروستي پړاو ته رسېدلي او په پام کې ده چې د یادو بندونو تړونونه په جلا جلا توګه، د روان کال په غویي میاشت کې لاسلیک شي.
د بندونو جوړولو د تړونونو تر لاسلیک وروسته به، امکان سنجونې، تفصیلي ډیزاین او ظرفیت ته په پام د هر بند د جوړولو چارې پیل او په ټاکل وخت کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د تخنیکي محاسبې پر بنسټ، د دغو ۴۴ بندونو مجموعي مصارف، څه باندې ۶۰۰ میلیون امریکایي ډالر، اټکل شوي دي.
دغه بندونه به تر جوړېدو وروسته، د ۱۲۰۰ میلیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو او ۹۷ میګاواټه برېښنا انرژۍ د تولید ظرفیت ولري او دغه راز ۳۲۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.
دغه راز د بندونو جوړولو د چارو په پیلېدو سره، سلګونو زره کسانو ته د کار زمینه برابرېږي.
د اوبو چارو د تنظیم ادارې د معلوماتو له مخې د شاه و عروس، پاشدان، بخش آباد، مچلغو، دهنه اره، خان آباد۲، کجکي، توری، پلتو شفلوغ او سراب بند په ګډون په هېواد کې د څه باندې ۱۰ لویو او وړو بندونو د جوړولو چارې دوام لري.
د نوي ۱۴۰۰ کال پیل کې هېوادوال د جمهور رییس په واسطه، په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د پرانیستنې شاهدان وو.
کمال خان بند د ۵۲ میلیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او ۱۷۴ زره هکتاره ځمکه خړوبوي.


