ویب ډیسک
ولسمشر غني نن په ولسمشر ماڼۍ کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن سره وليدل. په دغه ليدنه کې ولسمشر نوموړي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ په تېرو دوو لسيزو کې د امريکا د ملاتړ څخه مننه وکړه.
ولسمشر وويل، د امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه ددې هېواد د تصميم درناوی کوو او هڅه لرو چې د لېږد پروسه په سمه توګه ترسره شي.
جمهور رئيس وویل، اوس چې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو هوډ لري، د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر محور د همکاریو نوي فصل د پیل په اړه یوه واضح بحث ته اړتیا ده.
ولسمشر څرګنده کړه، اوس افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د دې وړتيا لري چې په يوازې توګه د هېواد او هېوادوالو ساتنه وکړي. بلينکن په خپلو خبرو کې وويل، د امريکايي ځواکونو وتل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د کمزورۍ په معنی نه ده او امريکا به افغانستان سره خپلو ډيپلوماتيکو او بشردوستانه ملاتړ ته دوام ورکړي.


