یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهلوګر کې د هوایي برید پر مهال ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله...

لوګر کې د هوایي برید پر مهال ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پښتو جرنل

د ملي دفاع وزارت له لورې خپور شوی خبر کې ویل شوی چې تیره شپه هوایي ځواکونو د لوګر ولايت د برکي برک ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ترهګرو طالبانو د ماین جوړولو په یوه کارخانه هدفمند هوايي برید ترسره کړ.

د یاد برید په پایله کې ۴ طالبان ووژل شول او ۳ تنه ټپیان شول.

همدا راز د دښمن ۱ زیکویک، ۱ راکټ او یوه اندازه چاوديدونکي توکي چې د ماینونو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیده له منځه یوړل شول.
خو طالبانو تر دا مهال په دې هکله څه نه دی ویلی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه