یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهولسمشر غني د کندهار په اولس غږ کړئ چې د امنیتي ځواکونه...

ولسمشر غني د کندهار په اولس غږ کړئ چې د امنیتي ځواکونه سره همکاري وکړئ

پښتو جرنل

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د خلکو ستونزې واورېدې او د حل لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونې وکړې.

په پیل کې د کندهار والي روح الله خانزاده د جمهوررئیس له پاملرنې او د ملي دفاع وزارت د سرپرست او لوی درستیز د پر وخت اقداماتو او یادې ولسوالۍ ته د سفرونو له امله مننه وکړه. نوموړي د طالبانو له لوري په یاده ولسوالۍ کې د ویجاړو شویو پلونو، پلچکونو، ویالو، د خلکو د کورونو، د ښوونځیو او جوماتونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د هغو او د ولسوالۍ د ودانۍ د ترمیم او بیارغاونې، د ماینونو پاکولو او له بې ځایه شویو کورنیو سره د بیړنیو مرستو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.

د ملي دفاع وزارت سرپرست او لوی درستیز سترجنرال یاسین ضیا له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د کندهار والي د همکارۍ او همغږۍ مننه وکړه او له ملي تاجرانو یې وغوښتل چې حکومت سره په ګډه د ارغنداب ولسوالۍ خلکو ته رسیدګي وکړي او هلته اېښودل شوي ماینونه دې پاک شي.

د ولسي شورا رئیس حاجي محمد وړاندیز وکړ چې د ولسي تړون او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له لوري دې د ارغنداب خلکو سره د بیړنیو مرستو ترڅنګ دې د دوی لارې او د اوبو سیستمونه ورغاول شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس محمدیونس مومند په ارغنداب کې د طالبانو له لوري شوی وحشت لویه غمیزه وباله او وې ویل، سوداګرۍ خونې له ۱۶۵۰ کورنیو سره د مرستو بسته برابره شوې او د نورو مرستو ډاډ یې هم ورکړ.

جمهوررئیس غني د ارغنداب له ولسونو او مشرانو سره د غمشریکي پرمهال په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو د وحشت او جګړې په پایله کې ولسي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله وکړه.

جمهوررئیس د چارو ادارې رئیس ته لارښوونه وکړه چې په ارغنداب کې د طالبانو له لوري د اېښودل شویو ماینونو د لیرې کولو لپاره دې د ماین پاکۍ موسسې سره خبرې او واضح تړون وشي. همدارنګه یې د کورنیو چارو وزارت ته دستور ورکړ چې دغه اېښودل شوي ماینونه دې عکاسي شي او په مستند ډول دې ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره شریک شي.

د هیواد جمهوررئیس په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري زیاټې ویجاړۍ او وحشت ته په اشارې د کرنې، کلیو پراختیا، عامې روغتیا، پوهنې، ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې په شریکه او کندهار والي سره په همغږۍ دې د مرستې او بیارغاونې چارې ترسره کړي.

جمهوررئیس لارښوونه وکړه چې له بې ځایه شویو کورنیو سره د عادلانه مرستو د وېش ترڅنګ دې د خلکو د ویجاړو شویو کورونو د بېرته رغاولو په موخه له دوی سره د مرستې واضح ترتیب برابر شي.

جمهوررئیس غني په راتلونکي کې د دغه ډول وحشت د مخنیوي په موخه د کندهار او په ځانګړي ډول د ارغنداب ولسوالۍ له مشرانو وغوښتل چې له محلي ادارې او په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي ځواکونو سره دې همکار وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه